جرمني افغانستان ته نوې اسرائیلي بې پيلوټه الوتکې لېږي
May 12, 2020 13:17 Asia/Kabul
د جرمني رسنیو د راپورونو پر بنیاد د دې هیواد د دفاع وزارت غواړي افغانستان ته نوې د اسرائیل جوړ بې پیلوټه الوتکې (هېرون ټي پي) ولیږي.
د جرمني دفاع وزارت دغه طرحه د دې هیواد پارلمان ته ورسپارلې ده چي د دوی د منلو وروسته د عملیاتونو لپاره د افغانستان جګړې ته ولېږدول شي.
جرمني ځواکونه دمګړی د هیواد په شمال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دوی د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.
دا په داسي حال کې دی چی د افغانستان اسلامی جمهوریت د اسرائیل صهیونیستي رژیم په رسمیت نه پېژني.
ټیګونه