جرمني افغانستان ته نوې اسرائیلي بې پيلوټه الوتکې لېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90039-جرمني_افغانستان_ته_نوې_اسرائیلي_بې_پيلوټه_الوتکې_لېږي
د جرمني رسنیو د راپورونو پر بنیاد د دې هیواد د دفاع وزارت غواړي افغانستان ته نوې د اسرائیل جوړ بې پیلوټه الوتکې (هېرون ټي پي‎) ولیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2020 13:17 Asia/Kabul
  • جرمني افغانستان ته نوې اسرائیلي بې پيلوټه الوتکې لېږي

د جرمني رسنیو د راپورونو پر بنیاد د دې هیواد د دفاع وزارت غواړي افغانستان ته نوې د اسرائیل جوړ بې پیلوټه الوتکې (هېرون ټي پي‎) ولیږي.

د جرمني دفاع وزارت دغه طرحه د دې هیواد پارلمان ته ورسپارلې ده چي د دوی د منلو وروسته د عملیاتونو لپاره د افغانستان جګړې ته ولېږدول شي.

جرمني ځواکونه دمګړی د هیواد په شمال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دوی د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.

دا په داسي حال کې دی چی د افغانستان اسلامی جمهوریت د اسرائیل صهیونیستي رژیم په رسمیت نه پېژني.