د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازو د افغانستان حالات وڅیړل
د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازو په افغانستان کښې د روانو حالاتو او د دغه هیواد د صلحې او پخلاینې د بهیر په هکله د ویډیو کانفرنس له لارې بحث او د نظر تبادله وکړه.
د ایران، پاکستان، چین او روسیې ځانګړو استازو پرون د دغې انټرنیټي غونډې له ختمیدو وروسته په یوه بیانیه کښې د افغانستان د واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکني یووالي او د خپلو راتلونکو بدلونونو د لارې په ټاکلو کښې د افغانستان د خلکو د پریکړې په احترام ټینګار وکړ.
هغوي هم داشان په افغانستان کښې د دوو مهمو سیاسي اړخونو د مشرانو ترمینځ د موافقې په هرکلي سره د دغه هیواد له ټولو ګوندونو او قامي ډلو او طالبانو وغوښتل چې له دغه فرصته د بین الافغاني مذاکراتو د زرترزره پیلولو لپاره کار واخلي.
په دغه بیانیه کښې د هغو زندانیانو او اسیرانو له آزادۍ د ملاتړ په ترڅ کښې چې د لانجې دټولو لورو له خوا ساتل کیږي، څرګنده کړه: د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازي د نړیوال اوربند لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي له نوښته ملاتړ کوي او په لانجه کښې د ښکیلو لورو د موافقې له مخې په ټول افغانستان کښې په یو وخت د هراړخیز اوربند د اعلانیدو غوښتونکې دي.
د څلورو هیوادونو دغو استازو هم داشان په افغانستان کښې له بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې په منظمه او مسئولانه طریقه له دغه هیواده ووځي داشان چې افغانستان بې له ستونزې انتقال تجربه کړي.