د افغانستان دسولې په بهیر کې دې ګاونډیان ملګرتیا وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90295-د_افغانستان_دسولې_په_بهیر_کې_دې_ګاونډیان_ملګرتیا_وکړي
دافغانستان د مصالحې دعالی شورا مشر عبدا...عبدا... هم د طالبانو داوور بند په غبرګون کې دا ،په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره یو مثبت ګام وبالۀ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 24, 2020 08:16 Asia/Kabul
  •  د افغانستان دسولې په بهیر کې دې ګاونډیان ملګرتیا وکړي

دافغانستان د مصالحې دعالی شورا مشر عبدا...عبدا... هم د طالبانو داوور بند په غبرګون کې دا ،په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره یو مثبت ګام وبالۀ.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غني  نن د نیکمرغه کوچني اختبر  دلمانځه په دستورو کې  ووئيل ،  باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لامل کیږي او ګاونډي هیوادونه  دې په دغه هیواد کې  د جنګ له ختمیدا سره  مرستې وکړي .

 دافغانستان ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  جنګ  د دغه هیواد د ولس لپاره  له بدبختیو پرته بل هیڅ  نه دي درلودلي ، ووئيل ،  په افغانستان کې  اوسنی جنګ هیڅ رواوالی نه لري  او   نهائي حل لاره  له طالبانو سره دسولې دخبرواترو پیلول دي .

 اشرف غني همداراز  د  روژې دمبارکې میاشتې  داختر  په شپو ورځو کې  د درې ورځني اوربند لپاره د طالبانو داقدام هرکلی وکړ او  له حکومتي ځواکونو ئې غوښتي ، ددغې ډلې د مرکزونو او مورچلو په ضد دې له حملو ډډه وکړي .

 دافغانستان د مصالحې  دعالی شورا مشر عبدا...عبدا... هم  د طالبانو داوور بند په غبرګون کې  دا ،په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره  یو مثبت ګام وبالۀ.  عبدا.. عبدا...  هیله ښودلې ، د نیکمرغه اختر  په شپو ورځو کې اور بند ، د دواړو لورو د بندیانو د مبادلې دچټکتیا ، د حملو د  کمیدا د دوام او د افغانانو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا لامل شي