افغانستان کې د کورونا وائرسو ۵۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90315-افغانستان_کې_د_کورونا_وائرسو_۵۹۱_نورې_مثبتې_پېښې_ثبت_شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کښې د هېواد په کچه د کرونا وایرسو ۵۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2020 11:08 Asia/Kabul
  • افغانستان  کې د کورونا وائرسو ۵۹۱  نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کښې د هېواد په کچه د کرونا وایرسو ۵۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن یې له رسنیو سره شریک کړي دي، په هېواد کې د کورونا وایرسو ټولې مثبتې پېښې ۱۱،۱۷۳ ته ورسېدې.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه اوورځ کې د کووید نولس ناروغۍ له کبله یوازې یو کس ژوند له لاسه ورکړے او ۲۲ تنه نور روغ شوي دي.

تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وایرسو له کبله ۲۱۹ تنه مړه شوي دي او ۱۰۹۵ نور روغ شوي هم دي.

کابل بیا هم د تېرو ورځو په شان ډېرې مثبتې پېښې لري چې تېره شپه او ورځ کې په کې ۳۹۰ ثبت شوې دي او ورپسې بیا هرات دے.

هرات ولایت له کابله وروسته د کورونا وایرسو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري چې په کې د ۶۲ تازه ثبت شويو پېښو خبر ورکړل شو او تر اوسه دغه ولایت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۷۷۳ دی.

د یادونې ده چې تر اوسه هرات د مړو شویو کسانو لوړ شمېر لري او په کې ۳۶ تنه د کورونا وایرسو له کبله مړه شوي دي.