د طالبانو په حمله کښې درې افغان ملکیان وژل شوي دي
May 31, 2020 03:10 Asia/Kabul
د افغانستان درې تنه غیرپوځي ښاریز د طالب ډلې د هاوان په حمله کښې مړه شوې دي.
د افغانستان درې تنه غیرپوځي ښاریز د طالب ډلې د هاوان په حمله کښې مړه شوې دي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار پرون وویل چې د طالبانو وسله والو د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کښې د افغان پوځیانو په یوې پوستې د هاوان حمله وکړه چې له امله یې درې ځلمیان مړه او پنځه تنه نور ملکي وګړي زخمي شول.
خبر زیاتوي چې د سیاه ګرد ولسوالۍ خلکو ښاروالۍ ته د وژل شویو کسانو د جنازو په وروړلو سره اعتراض وکړ.
په سیاه ګرد ولسوالۍ کښې څو ورځې مخکښې هم د طالبانو په حمله کښې اوو تنه افغان پوځیان وژل شوي وو.
ټیګونه