په افغانستان کې پر رسندوئي اصحابودحملو دوام اندیښمنونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90455-په_افغانستان_کې_پر_رسندوئي_اصحابودحملو_دوام_اندیښمنونکی_دی
په کابل کې د خورشید ټيلیویژني چینل د کرکونکو پر ګاډي په وړمه ورځ حملې کې دوه خبریالان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2020 00:18 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې پر رسندوئي  اصحابودحملو دوام اندیښمنونکی دی

په کابل کې د خورشید ټيلیویژني چینل د کرکونکو پر ګاډي په وړمه ورځ حملې کې دوه خبریالان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو .

زمونږ خبریال  دصدائ افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  په لندن کې دیره دبخښنې نړیوالې ادارې دفتر  بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دافغانستان په کابل کې د خورشید ټيلیویژني چینل  دکارکونکو پر ګاډي د داعشي ترهه ګرو  حمله  وحشي اقدام بللی او د افغانستان پر حکومت ئې غږ کړی و ددغه هیواد دخبریالانو  د ژوند  د ساتنې لپاره  دې  هڅه وکړي او ددغه جنایت  عاملان دې وپيژني او سخته سزا دې ورکړي .

 په کابل کې د خورشید ټيلیویژني چینل  د کرکونکو پر ګاډي په وړمه ورځ  حملې کې  دوه خبریالان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي  وو .

 دغې وحشي ډوله حملې  د افغانستان  د حکومتي چارواکو او سیاستوالانو  سخته غوسه او کرکه راپارولې ده .

 د بخښنې نړیواله اداره   د څه دپاسه  اوه میلیون غړو په درلودلو سره  له بشري حقوقو څخه ملاتړ کوي .