د اشرف غني او عبدالله اختلافات بیا په رابرسیره کیدا دي
دافغانستان په پوځ کې د مارشل درجه له جنرال څخه هم لا لوړه درجه ده او دا یوازې دوه ځله پوځي مقام ته ورکړل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره شاولی خان او او دوهم ځل هم محمد قسیم فهیم ته ورکړل شوي ده .
زمونږخبریال د افغانستان د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د مصالحې د عالی شورا د مشر عبدا... عبدا.... ترمینځ یو ځل بیا جنرا عبدالرشید دوستم ته د مارشلۍ د درجې د ورکولو په سر د اختلافاتو ګونګوسې زیاتې شوي دي .
وئيل کیږي ، ټاکل شوې وه ، اشرف غني خپل فرمان د افغانستان د ملی او اسلامی جنبش د مشر لپاره دافتخاري مارشل په روتبې سره خپل فرمان صادر کړي ، خو عبدا.. عبد ا... د افتحاري د ټکي له لیکلو سره مخالفت کړی دی .
د افغانستان ولسمشر او د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر له څو میاشتنیو اختلافاتو رووسته د قومي مشرانو په مینځګړیتوب سره د قدرت په ویشلو سره دغه اختلافات پاي ته رسولي او د د واړو ترمینځ په موافقې کې د جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشلۍ د درجې په ورکولو هم ټينګار شوی دی .
ددغې موافقې په اساس به دمارشلۍ د درجې د ترلاسه کولو تر څنګ جنرال دوستم د ملی امنیت دش ورا غړی هم شي .
دافغانستان په پوځ کې د مارشل درجه له جنرال څخه هم لا لوړه درجه ده او دا یوازې دوه ځله پوځي مقام ته ورکړل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره شاولی خان او او دوهم ځل هم محمد قسیم فهیم ته ورکړل شوي ده .