د افغانستان د روغتیا وزارت:
کرونا د اکثرو افغانانو کور ته رسیدلې
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کرونا په وړاندې د دې هیواد د نوی کړنلارې په اعلانولو سره وویل : کرونا د هر افغان تر کوره رسېدلي او حالت کړکېچن شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر جواد عثماني وایي دوی یوازې د نږدې ۲۲ زره مثبتو پېښو په ثبت بریالي شوي، خو حقیقت دا دی چې کرونا ویروس د هر افغان کور ته رسېدلی دی. دده په خبره د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې دي چې که دوی غواړي ټولې تشخیص کړي، نو کال وخت او میلیاردونه ډالر لګښت غواړي.
نوموړي وویل سر له نن به د کرونا د پراختیا پر وړاندې هغه اقدامات ترسره کېږي چې باید درې میاشتې مخکې ترسره شوي وای. عامې روغتیا وزارت همدا راز ددې اجازه ورکړې چې له کرونا د جوړوو شوو کسانو د وینې پلازما وضعیت ته په کتو ناروغانو ته تطبیق کړي. نوموړي پر شخصي روغتونونو هم غږ کړی چې په خپله سره توګه دې د کرونا ازمویښت نه ترسره کوي او د خلکو پر ژوند دې لوبې نه کوي.
سرپرست وزیر له خلکو، روغتیايي مرکزونو او نورو حکومتي ادارو غوښتنه کړې چې له یو بل سره پر همکارۍ ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.
عثماني د وزارت په رهبرۍ کې کمزوري مني او وایي ددغه کمزورۍ له امله نن په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ناورین ډکه څپه روانه ده.
له بلي خوا بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په بېلو لابراتوارونو کې ګڼې مشکوکې پېښې ارزول شوې چې له دې ډلې ۶۸۴ یې مثبتې وې.
په دې سره په افغانستان کې د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۲۲۱۴۳ ته رسېږي. همدارنګه په دې هیواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسه د کرونا له امله مړه شوي او ۳۲۴ کسه نور ترې جوړ شوي هم دي.
خبر پای/.