پنځلس افغان پوځیان په یوې چاودنې کښې مړه او ژوبل شوې دي
-
د افغانستان ملی اردو، فایل فوټو
د افغانستان په غزني ولایت کښې د افغان پوځیانو په یوې پوسټې کښې د ښخ کړې شوې ماین د چاودنې له امله اووه پوځیان مړه او اته نور زخمي شوې دي.
له کابله زمونږ خبریال خبر راکړې چې د غزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري پرون وویل: د غزني ښار په خوا کښې په شهباز خان سیمه کښې د افغان پوځیانو په پوځټې کښې د ښخ کړې شوي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو اوو عسکرو سرونه بایلل او اته تنه نور ژوبل شول.
بل خبر دا چې د طالب ډلې وسله والو پرون سهار د وردک ولایت په جلریز ولسوالۍ حمله وکړه چې د ځايي چارواکو په وینا په کښې درې پولیس مړه او دوه نور زخمي شول.
دا په داسې حال کښې دي چې د فاریاب ولایت د پولیسو ادارې هم ویلي، د دې ولایت په قیصر او پشتونکوټ ولسوالیو کښې د پولیسو پر دوو پوسټو د طالب وسله والو په برید کښې ۶ پولیس ځواکونه او ۱۲ طالبان وژل شوي او ۵ تنه هم زخمي شوې دي.