د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې اولس طالبان مړه او ژوبل شول
-
په غزني کښې د وژل شویو طالبانو مړي
په غزني کې دافغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې (۱۷) تنه طالبانو تو مرګ ژوبله اوښتې
له غزني زمونږ خبریال خبر راکړی چې د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، تیره شپه وسله والو طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دقیاق سیمه کې د افغان ځواکونود سید جلال پر امنیتي پوستې بریدونه وکړل چې یادې پوستې ته د مرستندویه امنیتي ځواکونو په وررسیدو سره یې دوسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول .
د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده تهران راډیو ته وویل چې د دې بریدونو په پایله کې (۷) تنه طالبان ووژل شول او (۴) تنه نور ټپیان شول چې د دریو(۳) تنو مړي هم له یو شمیر وسلو سره دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
همداشان ویل کیږي تیره ورځ د ده یک ولسوالۍ تاسنګ کلي په یو جومات کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودلی چې په پایله کې (۶) تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې هم په غزني کې (۲۲) تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .