افغانستان کښې په درملیزو مرکزونو حملې زیاتې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90811-افغانستان_کښې_په_درملیزو_مرکزونو_حملې_زیاتې_شوې_دي
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په  افغانستان کښې د کرونا وایرس له خپریدو سره هم مهاله په دغه هیواد کښې د طبي او درملیزو خدماتو په مرکزونو باندې د عمدي بریدونو او تشدد له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2020 11:11 Asia/Kabul
  • نړیوال سور صلیب
    نړیوال سور صلیب

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په  افغانستان کښې د کرونا وایرس له خپریدو سره هم مهاله په دغه هیواد کښې د طبي او درملیزو خدماتو په مرکزونو باندې د عمدي بریدونو او تشدد له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.

په کابل کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د نمایندګۍ دفتر ICRC په یو رپورټ کښې ویلې دي: د درملیزو خدماتو په مرکزونو باندې د بریدونو او تاوتریخوالي زیاتیدو د کرونا وایرس ځانګړو روغتیايي مرکزونو ته د میلیونونو افغانانو لاسرسۍ ډیر محدود یا بیخي ختم کړی دی.

د افغانستان په درملیزو مرکزونو باندې د وسله والو حملو له زیاتیدو د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اندیښنه په داسې حال کښې ده چې څه موده مخکښې د پلازمینې کابل په یو روغتون باندې ترهګره حمله وشوه او د څو ښځو په شمول په کښې تقریباً دیرش تنه ووژل شول.

له دغه ترهګر برید وروسته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان هم په دغه روغتون کښې خپل فعالیت بند کړ.

کرونا وایرس یا کوویډ-۱۹ ناروغي په افغانستان کښې لاهم مخ په زیاتیدو ده او تراوسه پرې څه باندې شپږ زره کسان اخته شوې دي.