افغانستان کښې
د طالبانو په حمله کښې ۱۸ کسان وژل شوې دي
Jun 17, 2020 13:10 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي اردو او ولسي پاڅون اتلس ځواکونه په جوزجان ولایت کښې د طالب وسله والو پ حمله کښې ووژل شول.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان په شمال کښې د جوزجان والي عبدالحی حیات نن وویل: د آقچه ولسوالۍ په پوسټې باندې د طالبانو په حمله کښې د دغه هیواد د ملي اردو دولس ځواکونه مړه او شپږ نور یې ژوندي نیولې دي.
د دې خبر له مخې، په یاده حمله کښې هم داشان د افغانستان په حکومت پورې پیئلې د ولسي پاڅون شپږ ځايي غړي (اربکیان) هم وژل شوي او ۹ نور زخمي شوې دي.
په عین حال کښې طالبانو د بلخ پوهنتون یو محصل په میدان وردک ولایت کښې په ډزو ووژل شو.
ټیګونه