ننګرهار کښې د طالبانو او سیمه ایزو پاڅونوالوتر منځ خونړۍ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91167-ننګرهار_کښې_د_طالبانو_او_سیمه_ایزو_پاڅونوالوتر_منځ_خونړۍ_نښته_شوې
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کښې د طالبانو او سیمه ایزو پاڅونوالوتر منځ سخته نښته شوې  او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2020 08:04 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د طالبانو او سیمه ایزو پاڅونوالوتر منځ خونړۍ نښته شوې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کښې د طالبانو او سیمه ایزو پاڅونوالوتر منځ سخته نښته شوې  او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې تیره شپه وسله والو طالبانود ننګرهار ولایت د نازیان ولسوالۍ د للمې په سیمه کی دسیمه ایزو پاڅونوالو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي په دې نښته کی دوه تنه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي اوپنځه نورژوبل شوي دي.

د والي ویاند زیاته کړه چې په دی نښته کښې وسله والوطالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې د څو تنومړي دجګړې په ډګر کی دسیمه ییزو پاڅونوالو لاسته ورغلي دي.

Image Caption

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له هغه مهاله چې داعش وسله والې ډلې په یاده ولسوالی کی ماتې خوړلې دا د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانوله لورې لومړی ستر وسله وال برید ګڼل کیږي.