په ننګرهارکې موټربم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91315-په_ننګرهارکې_موټربم_برید_۱۳_تنو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې موټر بم برید کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 08:08 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکې موټربم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې موټر بم برید کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

 زمونږ خبریال راپور راکوی د ننګرهار د والي ویاند عطاا... خوږیاڼی وایي نن سهارشاوخوا لس بجې د دې ولایت په کوز کنړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر قومندان موټر بم برید شو.

خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې موټر بم برید کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي په دې موټر بم برید کې د پولیسو او ملکیانو په ګډون ۸ تنه ټپيان شوي دي.

د والي ویاند زیاته کړه، چې ټپيان یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي.

تراوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په ننګرهارکې یوځل بیا بمي چاودنو زور اخیستی، چې له امله یې د دې ولایت اوسیدونکي سخت اندیښمن دي.

وړمه ورځ هم د ولایت مخې ته د سره رود ولسوالۍ اجرائیه مدیر په یوه بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په عین حال کی د افغانستان امنیتی عسکرو نن په کابل کې د یوې ترهه ګرې حملې مخه نیولی ده .