په افغانستان کې ۱۵ طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91317-په_افغانستان_کې_۱۵_طالبان_ووژل_شول
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه ګډ عملیات تر سره کړل چې طالبانو غوښتل د بغلان – سمنګان لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 08:29 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۱۵ طالبان ووژل شول

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه ګډ عملیات تر سره کړل چې طالبانو غوښتل د بغلان – سمنګان لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د  بغلان ولایت د پولیسو قومندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرلو سره ویلي چې د طالبان حمله یې په شاه تمبولې او د بغلان سمنګان لویه لاره یې د تګ راتګ پر لپاره پرانیستې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښته کې د طالبانو ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه ګډ عملیات تر سره کړل چې طالبانو غوښتل د بغلان – سمنګان لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د هغه په خبره په دغه نښته کې د طالبانو یو مهم غړی هم وژل شوی دی.

بشارت وايي اوسمهال دغه لاره د هر راز تګ راتګ لپاره  خلاصه ده او خلک کولی شي چې په ډاډه زړه خپل سفر وکړي.

د یو بل خبر له مخې د کابل، ننګرهار، زابل، نورستان او جوزجان ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.