د افغانستان یوه ګوند د عربستان اقدام وغاند
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي هوساینې ګوند د عراق ستر شیعه مرجع ایت الله سیستاني ته د سعودي عربستان د الشرق الاوسط ورځپاڼې سپکاوی وغاند .
د افغانستان د ملي هوساینې ګوند پرون په یوې (۱) بیانیې کښې وویل دغه ګوند د اسلامي نړۍ ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني ته د سعودي عربستان د الشرق الاوسط ورځپاڼې ښکاره ، ناوړه او بې شرمانه سپکاوی غندي او هغه اسلامي ارزښتونو او اصولو ته د ال سعود واکمنانو د نه پاې بندۍ نښه ګڼي .
دغه ګوند په افغانستان کښې د سلو (۱۰۰) مدرسو د جوړولو لپاره د سعودي عربستان اقدام ته په غبرګون کښې وویل د ریاض چارواکي د دیني مدرسو د جوړلو پرځاې په یمن باندې پرله پسې بمباریانې ، د مسلمانانو او د ماشومانو وژله بند کړي او د فلسطین د ملت د دریځونو دفاع وکړي .
په افغانستان کښې د سعودي عربستان د نفوذ او د وهابیت خپریدل تل د دغه هیواد د خلکو او د سیمې د هیوادونو د اندیښنې سبب دي او کارپيژاندي باوري دي چې ریاض د پوهنتون د جوړولو او د زده کړې د کتابونو دخپرولو له لارې په افغانستان کښې د وهابیت د افکارو د دودولو هڅه کوي .