طالبان : حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیسټ نه دی سپارلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91378-طالبان_حکومت_ته_یې_د_خپلو_بندیانو_متبادل_لیسټ_نه_دی_سپارلی
د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو ۴ زره ۱۹ بندیان خوشي کړي او طالبانو یې په مقابل کې د حکومت ۷۳۷ بندیان خوشي کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • طالبان : حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیسټ  نه دی سپارلی

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو ۴ زره ۱۹ بندیان خوشي کړي او طالبانو یې په مقابل کې د حکومت ۷۳۷ بندیان خوشي کړي دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم افغان طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دوی د افغانستان حکومت ته د خپلو بندیانو متبادل لیست سپارلی دی.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف وروسته له دې پیدا شو چې د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ وویل، د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ بندیان په دې خاطر نه خوشي کوي چې لوی جرمونه یې کړي او که یې خوشي کړي خطرناک دي.

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو ۴ زره ۱۹ بندیان خوشي کړي او طالبانو یې په مقابل کې د حکومت ۷۳۷ بندیان خوشي کړي دي.

د افغانستان حکومت ویلي چې طالبان دې د ۵۹۲ نورو بندیانو لیست وروسپاري.

د پنجشنبې په ورځ ځینو رسنیو  وویل چې طالبانو حکومت ته متبادل لیست سپارلی دی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین ویلي چې دا خبره سمه نه ده «دا موضوع حقیقت نه لري. د بندیانو کمیسیون ما ته وویل چې تراوسه یې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې… فکر کوم چې دا یو تاکتیک دی چې وخت ضایع کړل شي. تر دې دمه موږ د متبادلو کسانو لیست نه دی ورکړی.»

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، تر څو چې د دوی ۵ زره بندیان خوشي شوي نه وي د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه پیلوي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي د طالبانو نژدې ۶۰۰ بندیانو ته په اشارې وویل، دا کسان په بېلابېلو جرمونو او جنايي فعالیتونو کې د لاس لرلو په خاطر نیول شوي او له طالبانو سره تړاو نه لري.

خو طالبان دا خبره نه مني او وايي چې حکومت د خپلې ادعا ثبوت نه لري.