دافغانستان د روغتیا وزیر : پرکورونا د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91383-دافغانستان_د_روغتیا_وزیر_پرکورونا_د_مثبتو_پېښو_شمېر_په_کمېدو_دی
جواد عثماني د خبري کنفرانس پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2020 01:28 Asia/Kabul
  • دافغانستان د روغتیا وزیر : پرکورونا د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی

جواد عثماني د خبري کنفرانس پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله هېواد کې پرکورونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

عثماني زیاتوي خو لاهم افغانستان له کرونا نه دی پاک شوی.

جواد عثماني د خبري کنفرانس پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي د کابل روغتونونو کې د اکسیجن کمښت ستونزې ته په اشارې وویل، چې اوسمهال دا ستونزه حل شوې او ټول روغتونونه په کافي اندازه اکسیجن لري.