له طالبانوسره د روسیې دارتباط ادعا دامریکا له خوا پرنوروتپل دي
په واشنګټن کې دروسیې سفارت هم په یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د وژلولپاره د اصلي عامل په توګه د ماسکو دمعرفي کولو پّ باب د نیویارک ټایمز ادعائي راپور بې اساسه تورونه بللي دي .
انټرفکس خبری آژانس راپورورکړ ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې دامریکائي او ناټو پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته دروسیې د بډو رشوتونو دوکرولو په باب دامریکارسندوئي ادعا دروغ بللي او وئيلي ئې دي،د امریکا داخلی سیاسی فضا همداراز په دغه هیواد کې د ګوندي ترینګلتیاوې،ددغه شان دروغجنو خبرونو دخپریدا لامل کیږي . .
نیویار ک ټایمز خپرونې په همدا وروستیو کې په یوه راپور کې مدعی شوی،د روسیې دپوځ د استخباراتي ادارې یوه پټ یونټ ، په افغانستان کې د امریکا په قوماندانۍ سره د ناټو او امریکائي پوځیانوو د وژلو لپاره طالبانو ډله هڅولې ده .
سپينې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په اپوټه ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له هغو پیسو ورکولو سره له اړونده اطلاعاتو چې روسیې د امریکائي پوځیانو د وژلولپاره په افغانستان کې له طالبانو سره اړونده وسلوالو ته وړاندیز کړي،نه دی خبر کړئ شوی .