طالبانو له روسیې سره خپله ملګرتیا دروغ وبلله
د طالب ډلې یو مشر په افغانستان کښې د دغې ډلې او روسیې د ملګرتیا په هکله خپاره شوي خبرونه دروغ وبلل.
د طالب ډلې یو مشر په افغانستان کښې د دغې ډلې او روسیې د ملګرتیا په هکله خپاره شوي خبرونه دروغ وبلل.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې خیر ا... خیرخواه په افغانستان کښېد امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره د طالبانو او روسیې دملګرتیا په هکله د نیویارک ټایمز د وروستي رپورټ د خپریدو په غبرګون کښې وویل: دا دروغ د امریکې لپاره یوه رسوايي ده.
په عین حال کښې د نیویارک ټایمز له دغې ادعا وروسته د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پِسکوف هم وویل: له طالب ډلې سره د ماسکو د پټې ملګرتیا په هکله د دغې امریکايي ورځپاڼې رپورټ بې بنیاده دی.
یاده دې وي چې نیویارک ټایمز امریکايي رسنۍ په یو خبر کښې ادعا کړې وه چې روسانو په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره نقد انعام ټاکلی دی.