طالبانو د سمنګان د ترهګرې حملې پړه ومنله
Jul 13, 2020 11:06 Asia/Kabul
طالب ډلې د افغانستان په سمنګان ولایت کښې د ملي امنیت د ادارې په ودانۍد حملې مسئولیت پر غاړه واخیسته.
طالب ډلې د افغانستان په سمنګان ولایت کښې د ملي امنیت د ادارې په ودانۍد حملې مسئولیت پر غاړه واخیسته.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاند نن وویل چې په شمالي ولایت سمنګان کښې د ملي امنیت د ادارې په ودانۍ باندې د دغې ډلې د کسانو په حمله کښې کابو اویا تنه مړه او ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د سمنګان ولایت د روغتیا ادارې مشر وویل: د موټر بم چاودنې وروسته د ملکیان او پوځیانو په شمول ۴۳ زخمیان روغتون ته منتقل کړې شول چې په کښې د اتو کسانو حالت خراب دی.
ټیګونه