دافغانستان ملي امنیت طالبانو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91491-دافغانستان_ملي_امنیت_طالبانو_ته_خبرداری_ورکړ
ملي امنیت وايي طالبانو ددې حملې په ترسره کولو او مسؤلیت منلو سره وښوده چې د بشر حقونو او خپلو ژمنو ته پابند نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • دافغانستان ملي امنیت  طالبانو ته خبرداری ورکړ

ملي امنیت وايي طالبانو ددې حملې په ترسره کولو او مسؤلیت منلو سره وښوده چې د بشر حقونو او خپلو ژمنو ته پابند نه دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د  ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو له بهرنیو ډلو سره په ګډه د سمنګان په ملي امنیت ریاست برید تر سره کړی چې د غچ اخیستو لپاره یې ټول امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

دې ریاست خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به د طالبانو او نورو بهرنیو ډلو د ځپلو لپاره غچ اخیستونکي بریدونه تر سره کړي.

بریدکوونکو لومړی د سمنګان د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه موټربم برید تر سره کړ او بیا ودانۍ ته ننوتل.

ملي امنیت وايي طالبانو ددې حملې په ترسره کولو او مسؤلیت منلو سره وښوده چې د بشر حقونو او خپلو ژمنو ته پابند نه دي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي چې طالبانو د خبرو اترو او د سولې د تړون لاسلیکېدو راهیسې په عسکرو بریدونه زیات کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان د القاعدې په ګډون د نورو ډلو سره یو ځای د بریدونو پلانونه جوړوي.

یاد ریاست خلکو ته ډاډ ورکړی چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت ارزښتونه او لاسته راوړنې له مینځه یوسي.

په سمنګان ولایت د طالبانو له لوري برید په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید “جنایت او غیر انساني” عمل بللی او ویلي یې دي چې دغسې بریدونه د سولې پروسې ته زیان اړوي. د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هم ورته غبرګون ښودلی دی.