د افغانستان په ځینو سیمو کښې د طالبانو عملیاتو ماتې خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91539-د_افغانستان_په_ځینو_سیمو_کښې_د_طالبانو_عملیاتو_ماتې_خوړلې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د هیواد په مختلفو سیمو کښې په خپلو یرغلیزو بریدونو کښې د ډیرې مرګ ژوبلې په زغملو سره ماتې خوړلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ځینو سیمو کښې د طالبانو عملیاتو ماتې خوړلې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د هیواد په مختلفو سیمو کښې په خپلو یرغلیزو بریدونو کښې د ډیرې مرګ ژوبلې په زغملو سره ماتې خوړلې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د هیواد په مختلفو سیمو کښې په خپلو یرغلیزو بریدونو کښې د ډیرې مرګ ژوبلې په زغملو سره ماتې خوړلې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلې دي: طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کابل، دایکندي، لوګر او سرپل په شمول څلورو ولایتونو باندې حملې وکړې چې په کښې د هم دغې ډلې ۲۶ غړي وژل شوي او لسګونه نور زخمي شوي دي.

په دغې خبرپاڼې کښې هم داشان راغلي دي چې په یادو بریدونو کښې د طالبانو یوشمیر کسان ژوندي هم نیول شوي دي او د هغوي ډیره وسله او جنګي سازوسامان له مینځه وړل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په دغو بریدونو کښې د حکومتي ځواکونو مرګ ژوبلې ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

یاده دې وي چې په قطر کښې د امریکې د موافقې له ماتې وروسته د افغانستان پر حکومتي ځواکونو د طالبانو حملې زیاتې شوې دي او سبب شوي چې دواړه لوري د صلحې له مذاکراتو لرې شي.