امريکا په هوايي بريدونو سره له هوکړې سرغړونه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91545-امريکا_په_هوايي_بريدونو_سره_له_هوکړې_سرغړونه_کړې_ده
شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2020 09:24 Asia/Kabul
  • امريکا په هوايي بريدونو سره له هوکړې سرغړونه کړې ده

شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين  نن پر خپل ټوېټر ليکلي چې امريکا په هوايي بريدونو سره د سولې له هوکړې سرغړونه کړې.

شاهين زياته کړه، امريکايي ځواکونو د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه.

شاهين دغه بريدونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له هوکړې وروسته په ۱۳۵ ورځو کې يې په افغانستان کې پنځه لويې پوځي اډې تخليه کړې دي اوهغه يې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

امریکا د افغانستان په ۱۹ کلن جنګ کی ډیر جنایتونه کړی دي چی پکې د لسګونو زره ملکیانو وژل ، د دغه هیواد د بیخ بینایی تاسیساتو تباه کول ، د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو پراختیا او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا شاملی دي .