د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی پوځي مشر ټاکل شوی
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي د دې ډلې په مشرتابه کې یې له افغان حکومت سره د سولې د بین الافغاني خبرو نه مخکې پام وړ بدلونونه راوستي دي.
څارونکي بین الافغاني خبرو ته دا د طالبانو د جدیت یوه(1) نښه بولي.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دوی هر کال په خپلو پوځي او سیاسي تشکیلاتو کې تغییر او تبدیل راولي، خو پوځي بدلونونه د کال په سر کې راغلي.
نوموړی وايي په سیاسي تشکیل کې یې بدلون د مرکچي ټیم د لا پیاوړتیا او ښه پرمختګ په موخه رامنځ ته کړی.
د طالبانو د مشرتابه په بدلون کې د دغه ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر د زوی ملا محمد یعقوب ګومارنه هم شامله ده.
یو دیرش(31) کلن ملا محمد یعقوب د طالبانو د پوځي ځانګې د مشر په توګه ګومارل شوی دی.
د طالبانو په مرکچي ټیم کې هم څو تنه نورې ځواکمنې څېرې هم شاملې کړل شوې دي.
د ملا هیبت الله اخندزاده په مشرۍ په طالبانو ډله کې د دې بدلونونو موخه پر سیاسي او پوځي برخو لا ډېر کنټرول په ګوته شوی.
خبریالان وايي دا بدلونونه ښايي د دې څرګندوی وي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره بین الافغاني خبرو ته څومره جدي دي.
خو له بین الافغاني خبرو د مخه په وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او معلومه نه ده چې د ملا محمد یعقوب له ټاکل کېدو سره به د طالبانو پوځي فعالیتونه کم شي او که برعکس لا به ډېر شي.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ملا محمد یعقوب د سیاسي حل لارې پلوی دی، خو نوموړي له مهمو پرېکړو څنګ ته کړای شوی و.
بله خوا، وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر هم وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب ته ۱۲ هېوادونو چمتووالی ښوولی چې لس(10) یې د سیمې او دوه(2) نور اروپايي دي.
ایران، ترکی ، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني هم دا وړاندیزونه کړي.