افغانستان کښې بیاهم په مختلفو نښتو کښې مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91587-افغانستان_کښې_بیاهم_په_مختلفو_نښتو_کښې_مرګ_ژوبله_اوښتې
د افغانستان په وروستیو نښتو او چاودنو کښې د افغان پولیسو د یو قومندان په شمول ۳۴ کسان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 03:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو فایل فوټو
    د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو فایل فوټو

د افغانستان په وروستیو نښتو او چاودنو کښې د افغان پولیسو د یو قومندان په شمول ۳۴ کسان وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وویل چې د دغه ولایت د نوبهار ولسوالۍ د پولیسو قومندان صاحب جان د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کښې ووژل شو. ده د دغې چاودنې پړه پر طالبانو اړولې ده.

د افغانستان په شمال کښې هم د ملي اردو قومندانۍ پرون په بلخ ولایت کښې له افغان پوځیانو سره په نښته کښې څوارلسو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د بلخ ولایت د دولت آباد ښاروال هم وویل چې درې تنه افغان پوځیان په دغې ولسوالۍ کښې له طالبانو سره په نښته کښې وژل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې شپاړس تنه طالب وسله وال په غزني، ارزګان او جوزجان ولایتونو کښې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په جلاجلا نښتو کښې وژل شوي او نهه نور هم زخمي شوي دي.

د طالبانو او امریکې ترمینځ د صلحې له موافقې د څو میاشتو د تیریدو باوجود او هم داشان له طالبانو سره د افغانستان د حکومتي استازو د مذاکراتو له پیلیدو سره سره د افغانستان په مختلفو سیمو کښې بریدونه او نښتې لازیاتې شوې دي.