افغانستان کښې بیاهم په مختلفو نښتو کښې مرګ ژوبله اوښتې
-
د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو فایل فوټو
د افغانستان په وروستیو نښتو او چاودنو کښې د افغان پولیسو د یو قومندان په شمول ۳۴ کسان وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وویل چې د دغه ولایت د نوبهار ولسوالۍ د پولیسو قومندان صاحب جان د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کښې ووژل شو. ده د دغې چاودنې پړه پر طالبانو اړولې ده.
د افغانستان په شمال کښې هم د ملي اردو قومندانۍ پرون په بلخ ولایت کښې له افغان پوځیانو سره په نښته کښې څوارلسو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د بلخ ولایت د دولت آباد ښاروال هم وویل چې درې تنه افغان پوځیان په دغې ولسوالۍ کښې له طالبانو سره په نښته کښې وژل شوي دي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې شپاړس تنه طالب وسله وال په غزني، ارزګان او جوزجان ولایتونو کښې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په جلاجلا نښتو کښې وژل شوي او نهه نور هم زخمي شوي دي.
د طالبانو او امریکې ترمینځ د صلحې له موافقې د څو میاشتو د تیریدو باوجود او هم داشان له طالبانو سره د افغانستان د حکومتي استازو د مذاکراتو له پیلیدو سره سره د افغانستان په مختلفو سیمو کښې بریدونه او نښتې لازیاتې شوې دي.