د افغانستان پوځ په بغلان کښې د طالبانو خلاف عملیات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91588-د_افغانستان_پوځ_په_بغلان_کښې_د_طالبانو_خلاف_عملیات_وکړل
په بغلان ولایت کښې د طالبانو د سنګرونو خلاف د افغانستان د ملي اردو په وروستیو عملیاتو کښې د دغې ډلې اتیا غړي مړه او ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 03:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان پوځ په بغلان کښې د طالبانو خلاف عملیات وکړل

په بغلان ولایت کښې د طالبانو د سنګرونو خلاف د افغانستان د ملي اردو په وروستیو عملیاتو کښې د دغې ډلې اتیا غړي مړه او ژوبل شوي دي.

د ملي اردو یو جګ پوړي افسر عبدالرازق پرون وویل چې د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کښې د طالبانو د سنګرونو خلاف د ملي اردو په ګډو هوايي او مځکنیو عملیاتو کښې د دغې ډلې ۵۰ تنه وژل شوي او له ۳۰ زیات نور یې ژوبل شول.

د ډنډ غوري ناکراره سیمه د بغلان ولایت له مرکز پلخمري څخه درې کیلومیټره لرې ده چې په دغه ولایت کښې د طالبانو اصلي مرکز ګڼل کیږي. طالبانو چې په تیرو پنځو کلونو کښې یې د ډنډ غوري په ناکرارې سیمې ولکه لرلې، لا یې د دې حالاتو په هکله نظر نه دی څرګند کړی.