ایران د افغانانوپه مشرۍاومالکیّت دسولې دبهیربشبړملاتړکوي
د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي هم په همداوروستیو کې د افغانستان له طلوع نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ، امریکا چې ځان دکابل متحد ګڼي ، دافغانستان د حکومت په غیاب کې ئې له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد د راتلونکي په هکله خبرې اترې اومعامله کړې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان په چارو کې د اسلامی ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد نن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،اسلامی ایران په افغانستان کې د سولې اوثبات بشپړ ملاتړ کوي اود هغو بین الافغاني خبرواترو د نتیجو په اساس چې د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره ترسره شي ، دسولې د ټینګیدا په ضرورت ټينګار کوي
د اپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د اسلامی ایران سفارت هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د سولې د بهیر په باب د تهران د دریځونو په باب د یوه امریکائي چارواکي د ناسمو څرګندونو په ردولو سره ټينګار کړی ، اسلامی ایران د افغانانو د رهبرۍ او مالکیّت په اساس د سولې د خبرواترو بشپړ ملاتړ کوي .
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په همداوروستیو کې په یولړ څرګندونو کې ادعا کړې ، ایران په افغانستان کې د سولې دټينګیدا لپاره له هلوځلو کافي ملاتړ نه کوي .
په کابل کې د اسلامی ایران سفارت ددغې یوي اعلامیي په صادرولو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګیدا د تهران پر ملاتړ یوځل بیا په ټينګار سره،امریکایانو ته سپارښتنه کړې،د افغانستان او سیمې د موضوعګانو په باب د چارواکو دلیدتوګو په باب له هرډول نظر څرګندونو مخکې دې په سر کې دغه دریځونه په د قت سره مطالعه کړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي هم په همدارووستیو کې په قطر کې د طالبانو ډلې له سیاسی مرستیال سره د افغانستان په چارو کې داسلامی ایران د ځانګړي استازي محمد ابرهیم طاهریان فرد دکتنې دخبر په اعلانولو سره ټينګار کړی ، دغه لیده کاته ، د افغانستان په اسلامی جمهوریت کې د سولې او ثبات د ټينګیدا په موخې سره د افغانانو ترمینځ دخبرواترو دترسره کیدا لپاره د اسلامی ایران دهڅو اوسلامشورو په لړ کې ترسره کیږي .
په عین حال کې د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي هم په همداوروستیو کې د افغانستان له طلوع نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ، امریکا چې ځان دکابل متحد ګڼي ، دافغانستان د حکومت په غیاب کې ئې له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد د راتلونکي په هکله خبرې اترې اومعامله کړې ده .