افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۵-۰۴
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91756-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۹_۰۵_۰۴
وړومبے د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2020 12:05 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۵-۰۴

وړومبے د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

له هرڅه مخکښې د ډېرو مهمو خبرونو عنوانونه:

د عبدا... عبدا... له ځينو وړانديزي وزيرانو سره د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ مخالفت، له جاپان سره د پاکستان د ملګرتياو تفاهم ليک، د صلحې د بين الافغاني خبرو اترو په موقع شروع کولو باندې د اروپائي اتحاديې تاکيد،د طالبانو لخوا د اساسي قانون د منلو په ضرورت د افغان حکومت تاکيد، د پاکستان د کابينې  دوه شهريت لرونکي کسان، د عمران خان نوے مشکل،د پاکستان د احتساب په ادارې نېب باندې د دغه هېواد د پيپلز ګوند د مشر سخته نيوکه، له طالب ډلې په کارکردګۍ سره له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو په اړه د خليلزاد وېنا، د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستان له خاورې څخه راکټي حملې او د افغانستان په چارو کښې د امريکې په مداخلت د افغانستان د ولسي جرګې د استازيو نيوکه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه وو.

د افغانستان د کنړ ولايت په ځينو سيمو د پاکستان له خاورې راکټي حملې اوشوې.

د کنړ د والي وياند عبدالغني مصمم وويل، د دغه ولايت په شلتان ولسوالۍ د پاکستان د فوځ لخوا نهويشت راکټونه ويشتل شوي دي.

د افغانستان په ختيځو سيمو باندې د پاکستان له خاورې څخه د راکټي حملو مسئله په دې وروستيو کلونو کښې د دواړو ګانډي هېوادنو په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي يو عامل ؤ او دے. د افغانستان په ختيځو ولايتونو د پاکستان له خاورې څخه د راکټي او توغنده اي حملو په باره کښې د کابل او اسلام آباد تاوتريخوالي په دا ډول دي چې افغان چارواکي په دې اړه ملګرو ملتو ته يو شکايت هم وړاندې کړے دے چې البته دغې نړيوالې ادارې په دې باره کښې څه غبرګون نه دے څرګند کړے.

خود پاکستان له خاورې څخه په راکټي او توغنده اي حملو د افغان حکومت د پرله پسې اعتراضونو باوجود د پاکستان چارواکو د دغو حملو ذمه واري نه ده منلې.

په دې وروستيو کلونو کښې د پاکستان حکومت او فوځ له  دې نه علاوه چې د دغه هېواد له خاورې څخه د افغانستان په ختيځو سيمو باندې د توغنده اي او راکټي حملو اصلي عاملان د طالبانو په شمول تندلارې ډلې معرفي کړې دي کله يې هم ځينې  حملې په پوله ايزو سيمو کښې د طالبانو په سنګرونو د پاکستان د فوځ د ډزو د تېروتنې په وجه بللې دي.

په افغانستان باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغنده اي حملو د علتونو په باره کښې د پاکستان د حکومت او فوځ لخوا وړاندې شويو وضاحتونو باوجود د کابل چارواکي وائي چې د پاکستان حکومت پکار نه دي اجازه ورکړي چې د دغه هېواد له خاورې څخه په افغانستان د حملو پلاننګ اوشي او اجرا شي.

په همدې بنياد د افغانسان چارواکي د دغه هېواد په ختيځو سيمو د توغنديو او راکټونو د ويشتو په خاطر د پاکستان له خاورې څخه د استفادې لپاره د تندلارو ډلو له اقداماتو څخه د مخنيوي لپاره د اسلام آباد لخوا د ضروري تدابيرو د غوره کولو غوښتونکي دي.

د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په ختيځو ولايتونو د توغنده اي او راکټي حملو په دوام سره له تېرو تقريباً پينځو کلونو نه تر اوسه پورې د کابل چارواکي وائي چې د پاکستان د فوځي ځواکونو لخوا په غلطۍ سره د ډزو په باره کښې د اسلام آباد ادعا د منلو وړ نه ده.

په داسې حالاتو کښې چې پاکستان او افغانستان د ترهه ګرۍ له ګډ ګواښ سره مخامخ دي، ملګرتيا او له ترهه ګرو او تندلارو ډلو سره د اړوندو اطلاعاتو شريکول د دوي لپاره يو نه انکارېدونکے ضرورت  دے چې د تشدد پسندو په خلاف په ګډ اقدام سره د سيمې د امنيت اندازه زياته کړي او له ترهه ګرۍ سره په مخامخېدنه کښې د اختلاف او تاوتريخوالي لمن ونه غزيږي.

د افغانستان د ولسي جرګې ځينو غړيو تاکيد وکړ، امريکه په خپل يو مداخلت کونکي اقدام کښې د طالبانو په خلاف  حکومتي ځواکونو ته د پراخو عملياتو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د وردګو ولسوالۍ د خلقو استازي د دغه هېواد د امنيتي حالاتو په سختېدو اندېښنه څرګنده کړه او وې ويل: په قطر کشې د امريکې د ماتې خوړونکي موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته د افغانان ترمېنځ د صلحې خبرې اترې بندون ته رسېدلې دي.

مهدي راسخ په  دوام کښې په افغانستان کښې امريکائي صلح ډېره خطرناکه وبلله او زياته يې کړه، د اشرف غني حکومت د عامه خلقو په خلاف د طالبانو د حملو په وړاندې خاموشي اختيار کړې ده او د انسانانو د ژوند په اړه بې پروائي کوي.

همدارنګ د افغانستان د ولسي جرګې نورو غړيو نسيم مدبر او بلقيس روشن هم وويل، د امريکې تخريبي اقدامات د دې سبب شوي دي چې د افغان امنيتي ځواکونو سرتاوانونه زيات شي.

د طالبانو په خلاف د افغان حکومتي ځواکونو له عملياتو څخه د مخنيوي په اړه د امريکې په مداخلت کونکي اقدام باندې نيوکې د دې ښودنه کوي چې سپينه ماڼۍ له طالب ډلې سره د صلحې د موافقه ليک په اجرائي بهير کښې د ناکامۍ په وجه د دغه هېواد په بدلونونو  کښې د غلطو محاسباتو نوي دور ته داخله شوې ده.

امريکه چې له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې په چوکاټ کښې د بين لافغاني خبرو اترو له شروع کېدو نه مخکښې د ټولو طالب بنديانو د ازادېدو لپاره په ژمنې سره د افغانستان د ملي پخوله ينې د پروګرام بهير ته غوټه ورکړې ده کوشش کوي چې ځان په دغه هېواد کښې د جنګ او صلحې له جبې څخه وباسي.

امريکه او په نېټو کښې يې انډيوالان له طالب ډلې سره د مبارزې او د ترهه ګرۍ د جرړو وېستلو په بهانه په افغانستان کښې په تقريباً دوو لسيزو په ويجاړونکي جنګ کښې له ماتې وروسته او په دغه هېواد کښې د يو بې نتيجې جنګ له درنو عواقبو څخه د خلاصون لپاره له تېر څه د پاسه يو کال راهسې له دغې ډلې سره خبرو اترو ته مخه کړې ده.

خو د قطر په پائتخت دوحه کښې د روان ميلادي کال د فرورۍ په نهويشتمه نېټه د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د موافقه ليک د لاسليکېدو باوجود د سپينې ماڼۍ د ژمنو نه پوره کېدل په افغانستان کښې د دغې ډلې د حملو د زياتېدل او له طالبانو سره د صلحې د خبرو اترو کولو لپاره د دغه هېواد د حکومت د کوششونو مخې ته د نويو خنډونو د رامځته کېدو سبب شوي دي.

په داسې حالاتو کښې امريکې د افغانستان د ولسي جرګې د ځينو غړيو د وېنا له مخې د دوحې له موافقې څخه د نه وتلو لپاره د طالبانو د نظر د جلبولو لپاره د طالبانو له تاوتريخوالو سره د مقابلې لپاره د دغې ډلې په خلاف د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو له عملياتو څخه مخنيوے کړےدے چې له دې لارې وکړې شي دغه موافقه چې د امريکې ري پبلېکنان يې د روان ميلادي کال په نومبر کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره يوه لويه کاميابي بولي وساتي.

دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډله په دې وروستيو هفتو کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د خپلو مرګونو عملياتو په زياتولو او سختولو سره کوشش کوي د دوحې په موافقه کښې د خپلو ژمنو اجرا ته د امريکې له مجبورولو نه علاوه افغان حکومت هم په راتلونکو بين الافغاني خبروترو کښې دغې ډلې ته د لا زياتو امتيازاتو ورکولو ته مجبور کړي.

دې ته په پام سره چې امريکې نه دي کړې شوي لږ ترلږه تر اوسه د دوحې په موافقه کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي، دغه ډله اټکل لري چې دا مسئله له مخکښې نه زيات د بين الافغاني خبرو اترو په بهير منفي اثر وکړي او په افغانستان کښې د  جنګ خاتمې د دائمي ډزبندۍ ټينګښت ته د طالب ډلې د هڅولو لپاره په وروستي يو کال کښې د دغه هېواد د حکومت کوششونه بې اثره شي.

نو ځکه هيله کيږي چې امريکه په افغانستان کښې د صلحې له ټينګښت سره د مرستې لپاره د کوششونو په باره کښې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په شمول د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د دوحې په موافقه کښې د خپلو ژمنو د اجرا ترڅنګه د بين الافغاني خبرو اترو لپاره څه خنډه رامنځته نه کړي.

افغان ولسمشر يو ځل بيا د افغانانو او طالبانو ترمېنځ د صلخې د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د حکومت چمتووالے اعلان کړ.

محمد اشرف غني د غزني د خلقو له مختلفو پرګنو سره په يوه غونډه کښې د افغانستان په مختلفو سيمو باندې د طالبانوحملې او د خلقو قتل عام د اسلام او بشريت په خلاف جنايتونه وبلل او زياته يې کړه، صلح يوه الهي چاره ده او افغان حکومت ورباندې ژمن دے.

د افغانستان د صلحې د خبرو اترو بهير ته د ننوتلو لپاره له طالبانو څخه د اشرف غني بيا غوښتنه په داسې حالاتو کښې ده چې دغه له امريکې سره د خپلې موافقې د اجرائي کېدو په لار کښې په بندون سره د بين الافغاني خبرو اترو هرکلے نه کوئ.

د افغانستان له حکومت سره له غږملتيا نه بغېر له افغان زندانونو څخه د طالب ډلې د ټولو بنديانو د  آزادولو لپاره طالبانو ته د امرکي ژمنه د دې سبب شوې ده چې د کابل چارواکي د سترو ملي او امنيتي ملاحظاتو له مخې په بشپړه توګه د دغو بنديانو له آزادولو ډډه وکړي چې د طالب ډلې د لوړ رتبه چارواکو لخوا په دغه مسئله اعتراض شوےدے.

له بلې خوا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په کامله توګه د وتلو د وخت نه معلوموالے د دې سبب شوے دے چې طالبان له دغه هېواد څخه د بهرنيو فوځيانو د وتلو لپاره خپل خوبونه لږ تر لږه په اوسنيو  حالاتو کښې برباد وويني او په همدې وجه اټکل کيږي چې بين الافغاني خبرې اترې د دوه اړخيزې صلحې په موافقه کښې د سپينې ماڼۍ د ژمنو له اجرا څخه د اطمينان حاصلولو په وجه وځنډوي.

طالبان هيله من دي چې وکړې شي د دغې ډلې د ټولو بنديانو د ازادېدو لپاره د امريکې د ژمنې د نه پوره اجرا په وړاندې په بهانې جوړولو سره د دغه هېواد حکومت د دوحې په صلح باندې د پوره پابندۍ لپاره د سيمې او له سيمې نه د وراخوا لوبغاړو تر دباو لاندې راولي.

په داسې حالاتو کښې دا لرې خبره ده چې طالبان دې د خپلې ډلې د ټولو بنديانو د آزادېدو په اړه د خپل وړومبني مقصد له حاصلولو نه بغېر بين الافغاني خبرو اترو ته غاړه کيږدي.

د بين الافغاني خبرو اترو د لارې پېچل کېدل د دې سبب شول چې  د دغو خبرو اترو په جوړېدو کښې د ځنډ له نتائجو څخه د سيمې د هېوادونو په تېره بيا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو له اندېښنې نه علاوه د قطر حکومت هم د طالبانو او امريکې د خبرو اترو او د موافقې د لاسليکېدو  له کورباتوب څخه د خپلو کاميابيو له منځه تللو څخه اندېښمن وي.

په همدې وجه دي چې د دوحې انسټيټيوټ د بشر دوستانه تنازعاتو د مطالعو مرکز د افغانستان پينځه څلوېښت مشهور سياسي او مدني شخصيتونه د دغه هېواد د صلحې د بدلونونو په باره کښې غېر رسمي غونډه کښې د ګډون لپاره دعوت کړي دي.

يونس قانوني، عبدالکريم خرم او عبدالسلام ضعيف د افغانستان له هغو سياسي شخصيتونو او مدني فعالانو څخه دي چې دغې غونډې ته بلل شوي دي.

د قطر حکومت اميد لري چې وکړې شي  د طالبانو د ډلې د ټولو بنديانو د آزادولو لپاره د طالب ډلې غوښتنې منلو ته د افغانستان د حکومت د راضي کولو له لارې د بين الافغاني خبرو اترو د جوړولو له اسانولو سره د مرستې لپاره د دغه هېواد د مدني ټولنې له ظرفيتونو  څخه استفاده وکړي چې د افغانستان د صلحې په بدلونونو کښې له رول لوبونې څخه د ترلاسه شويو کورنيو او سيمه ايزو لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

په دې وروستيو هفتو او ورځو کښې په افغانستان کښې د طالب ډلې لخوا په نښتو او جګړو کښې زياتوالي ته په پام سره داسې ښکاري چې دغه ډله د دوحې د موافقې د ژمنو په اجرا باندې د امريکې د پابندولو لپاره له خپلو ټولو اوزارو او وسيلو څخه د استفادې په حال کښې ده.

-----------