طالبان دې اوربند ته غاړه کښیږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91790-طالبان_دې_اوربند_ته_غاړه_کښیږدي
د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب ډلې له خوا د اوربند د منلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2020 01:29 Asia/Kabul
  • طالبان دې اوربند ته غاړه کښیږدي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب ډلې له خوا د اوربند د منلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب ډلې له خوا د اوربند د منلو غوښتنه وکړه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په یوه خبرپاڼه کښې له طالب ډلې وغوښتل چې د پایداره اوربند په منلو سره د تاوتریخوالو د کمولو به ترڅ کښې زرترزره بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا په بیانیه کښې راغلي دي: د افغان ملکي وګړو د ساتنې او له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره په هیواد کښې د اوربند ټینګښت ضروري دی..

د افغانستان حکومت له دې مخکښې هم له طالبانو غوښتې وو چې اوربند ومني او له حکومت سره خبرې اترې پيل کړي خو دغې ډلې تراوسه لا د خپلو بریدونو په جاري ساتلو سره دغې غوښتنې ته مثبت او فاینل ځواب نه دی ورکړې.