د افغانستان دفاع وزارت
د پوځي چورلکې د ویشتلو په اړه د طالبانو ادعا دروغ ده
د افغانستان دفاع وزارت د طالب ډلې له خوا د دغه هیواد د ملي اردو د یوې چورلکې د هدف ګرځیدو خبر دروغ وباله.
د افغانستان دفاع وزارت پرون د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کښې د دغه هیواد د پوځي ځواکونو د بیلک هاک ډوله هیلي کاپټر د نسکوریدو او په کښې د پنځو کسانو د ژوبلیدو خبر تایید کړ خو ویې ویل چې دغه چورلکه د تخنیکي نیمګړتیا په وجه پریوتې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو ادعا کړې د افغان پوځیانو چورلکه د دوي د حملې په نتیجه کښې نسکوره شې ده.
د افغانستان دفاع وزارت هم داشان ویلي چې د لوګر ولایت په دوو سیمو کښې شپږ تنه طالب وسله وال له افغان پوځیانو سره په نښته کښې وژل شوي او اته تنه نور ژوبل شول.
د افغانستان د شمال د بلخ ولایت د پولیسو ویاند هم وايي چې نامعلومو وسله والو پرون په دغه ولایت کښې دوه تنه پولیس په ډزو وژلي دي.
او له افغانستانه یو بل خبر دا چې د ختیځ ولایت ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کښې د ماین په چاودنه کښې پنځته تنه ملکیان ژوبل شوي دي.