د ننګرهار په زندان د داعش ترهه ګرې ډلې برید ختم شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91992-د_ننګرهار_په_زندان_د_داعش_ترهه_ګرې_ډلې_برید_ختم_شو
د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، د ننګرهار په محبس د اتو بریدکوونکو تر وژل کېدو وروسته برید پای ته رسېدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 11:35 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په زندان د داعش ترهه ګرې ډلې برید ختم شو

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، د ننګرهار په محبس د اتو بریدکوونکو تر وژل کېدو وروسته برید پای ته رسېدلی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار ولایت پر محبس برید پای ته رسېدلی اته بریدکوونکي ترهګر وژل شوي او اوس مهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې چاڼیز عملیات روان دي.

د نوموړي په خبره، په دغه برید کې ۲۹ تنه ملکي او نظامي وګړي وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي.

د ننګرهار پر مرکزي محبس تېره ورځ ناوخته ډله‌ییز برید وشو چې نیږدې ۲۰ ساعته یې دوام وکړ.