په درې ورځني اوربند کښې ۲۰ ملکي افغانان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92002-په_درې_ورځني_اوربند_کښې_۲۰_ملکي_افغانان_وژل_شوي_دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل: شل تنه ملکیان د درې ورځني اوربند پر مهال د طالبانو په لاس وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 02:52 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل: شل تنه ملکیان د درې ورځني اوربند پر مهال د طالبانو په لاس وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل: شل تنه ملکیان د درې ورځني اوربند پر مهال د طالبانو په لاس وژل شوي دي.

د افغانستان د داخله وزارت ویاند طارق آرین د طالب ډلې له خوا د درې ورځني اوربند په خلاف ورزۍ باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې په دغو دریو ورځو کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د طالبانو په حملو کښې شل ملکي وګړي مړه او څلویښت تنه نور زخمي شوي دي.

هغه زیاته کړه: طالبانو د نیکمرغه لوې اختر په مناسبت درې ورځني اوربند کښې ۳۸ ځلې د ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت له طالب ډلې غوښتي درې ورځنې اوربند تمدید کړي خو طالبانو ورته لا مثبت ځواب نه دی ورکړې.