په پکتیا کې درې افغان عسکروژل شوي
د افغانستان د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن له غرمې مخکې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د افغانستان پکتیا ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د سړک غاړې دوو ماین چاودنو له کبله درې امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن له غرمې مخکې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت ځواکونو پر ګډ اکمالاتي کاروان د وسلهوالو طالبانو له لوري د سړک غاړې خښ شويو دوو ماینونو پر له پسې چاودنه وکړه او په پایله کې یې درې امنیتي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي وویل، تر چاودنو وروسته د وسلهوالو طالبانو او امنیتي سرتېرو تر منځ نښته پیل شوه او امنیتي ځواکونه و توانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.
د افغانستان په غور کې هم امنیتي مسوولین وايي چې مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې درېو عسکرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، جمعه خان صدیقي څرګندوي چې نښته تېره شپه یوولس بجې پیل شوې، خو لا هم ورته بېړنۍ مرستې نه دي رسېدلي. ښاغلی صدیقي زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د مرغاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ. دی زیاتوي چې افغان ځواکونه د مرستې په تمه دي. امنیه قومندان وايي چې که افغان ځواکونو ته بېړنۍ مرسته ونه رسیږي، ښایې نور عسکر هم ژوند لاسه ورکړي او د ولسوالۍ د نسکورېدو امکان هم شته.