د جلریز ولسوال د دغې ولسوالۍ د نسکوریداپه اړه خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92408-د_جلریز_ولسوال_د_دغې_ولسوالۍ_د_نسکوریداپه_اړه_خبردارې_ورکړ
د جلریز ولسوال سید محمد هاشمي رسنیو ته ویلي له درې ورځو راپدېخوا سلګونه طالب جنګیالیو ددې ولسوالۍ په شاوخوا ساحو بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د ولسوالۍ مرکز د نسکوریدا له خطر سره مخ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2020 07:45 Asia/Kabul
  • د جلریز ولسوال د دغې ولسوالۍ د نسکوریداپه اړه خبردارې ورکړ

د جلریز ولسوال سید محمد هاشمي رسنیو ته ویلي له درې ورځو راپدېخوا سلګونه طالب جنګیالیو ددې ولسوالۍ په شاوخوا ساحو بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د ولسوالۍ مرکز د نسکوریدا له خطر سره مخ دی.

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د  میدان وردک ولایت ځايي چارواکي وايي په جلریز ولسوالۍ کې څو امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ورغلي او په خبره یې اوسمهال دغه ولسوالي د طالبانو لخوا کلابند شوې ده.

د جلریز ولسوال سید محمد هاشمي رسنیو ته ویلي له درې ورځو راپدېخوا سلګونه طالب جنګیالیو ددې ولسوالۍ په شاوخوا ساحو بریدونه پیل کړي چې اوسمهال د ولسوالۍ مرکز د نسکوریدا له خطر سره مخ دی.

د هاشمي په خبره طالبان د خرولنګ، دهن جولان، پوسته داکو او د جلریز بازار ساحو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هغه په خبره که سیمې ته مرستندویه عسکر ونه رسیږي ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي.

بلخوا د میدان وردک د امنیه قومندانۍ ویاند وايي سیمې ته یې کمکي عسکر لېږلي او په خبره یې اوسمهال د ولسوالۍ د سقوط خطر له منځه تللی دی.