په محرم کښې دې امنیت ته لازیاته پاملرنه وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92458-په_محرم_کښې_دې_امنیت_ته_لازیاته_پاملرنه_وشي
د افغانستان مرستیال ولسمشر د محرم په روانو شپو ورځو کښې د لازیات امنیت د ټینګولو لپاره د هیواد د ټولو ارګانونو د ملګرتیا غوښتونکی شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • په محرم کښې دې امنیت ته لازیاته پاملرنه وشي

د افغانستان مرستیال ولسمشر د محرم په روانو شپو ورځو کښې د لازیات امنیت د ټینګولو لپاره د هیواد د ټولو ارګانونو د ملګرتیا غوښتونکی شو

د افغانستان مرستیال ولسمشر د محرم په روانو شپو ورځو کښې د لازیات امنیت د ټینګولو لپاره د هیواد د ټولو ارګانونو د ملګرتیا غوښتونکی شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال محمد سرور دانش پرون د افغانستان د شیعه عالمانو له شورا او د محرم د مراسمو د ترسره کونکي کمیشن د غړو ارګانونو د مسئولانو سره په کتنه کښې د حسیني عزادارانو خلاف د ترهګرو بریدونو او د کرونا د ګواښونو په هکله خبردارې ورکړ.

محمد سرور دانش د محرم الحرام په ورځو کښې د ویر او ماتم د مراسمو له ترسره کونکو او د افغانستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په ګډې او نزدې ملګرتیا سره دغه ګواښونه دفع کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم چې په دغې غونډې کښې موجود و، په خپله وینا کښې ټولو هیوادوالو ته د محرم الحرام او د حسیني عاشورا تسلیت ووایه او عاشورا یې د اسلامي اخوت، ملي وحدت او د یوبل د منلو د کلتور د ټینګښت لپاره یو ملي فرصت وباله.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د دغه هیواد له ښاریزو وغوښتل چې خلک دې د حسیني عزادارۍ په ورځو کښې د تقلید د مراجعو او د روغتیا وزارت د سپارښتنو مطابق عمل وکړي.