سهیل شاهین: د ناټو ملکي استازي له طالب استازو سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92524-سهیل_شاهین_د_ناټو_ملکي_استازي_له_طالب_استازو_سره_خبرې_وکړې
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پنتېکورو له طالب استازو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2020 10:09 Asia/Kabul
  • سهیل شاهین: د ناټو ملکي استازي له طالب استازو سره خبرې وکړې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پنتېکورو له طالب استازو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي

د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پنتېکورو له طالب استازو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي. شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې نوموړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د افغانستان د روان وضعیت او د دوحې هوکړه لیک پر عملي کېدو خبرې اترې کړې دي. سټیفانو هم پر خپله ټوېټر پاڼه ددې خبر پخلی کړی او ویلي دي چې دې ډلې سره یې د افغانستان د تلپاتې سولې څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام خبرې کړي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د فیبرورۍ پر ۲۹مه نېټه یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او امریکا به د کال په اوږدو کې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي. په هوکړه کې په دې هم ټینګار شوی چې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلوي.