د ننګرهار نوی والي:
فاسد او غاصب تر طالب او نورو مخالفینو ګواښوونکی دی
-
د ننګرهار والي ضیا الحق امر خیل
د ننګرهار نوی والي ضیا الحق امر خیل وایي، فاسدان او غاصبان له طالب او نورو مخالفینو ډیر ګواښوونکي دي.
ضیا الحق امر خیل چې تازه د ولسمشر اشرف غني له لورې د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی په جلال اباد کې یې خپلې معرفۍ او پیژندنې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل: اداري فساد او د زمکو غصب راته تر طالب او دولت د نورو وسله والو مخالفینو خورا سخت او ګواښوونکې ښکاري.
د ننګرهار والي وویل: د فساد او زمکو د غصب پر خلاف به نه یوازې داچې چپ نه پاتې کیږي بلکې خپل غږ به پورته کوي او پر وړاندی به یې په ټینګه دریږي. ضیا الحق امرخیل له ولسي مشرانو او دینی عالمانو هم د فساد او زمکو د غصب پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز وویل چې د سولې راوستل او د امنیت ټینګښت یې د کار په لومړیتوبونوکې دی. ښاغلي امرخیل وویل، حکومت په یوازې سر سوله نه شي راوستلې هغه په دې برخه کې هم له حکومت سره د ولسی مشرانو او دینی عالمانو مرسته اړینه وبلله. د ننګرهار نوي والي وویل د ننګرهار ولسونو چې په تیرو څلورو کالوکې د داعش وسله والې ډلې له لورې کومې سختۍ او کړاوونه ګاللي او په دې لار کې یې کومې قربانۍ ورکړي ټول افغانستان او نظام یې د احسان پوروړی دی. امرخیل وویل اوس یې ځای دی چې ننګرهاریانو ته کار وشي. هغه د ننګرهار اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوې د حقونو تر لاسه کولو په موخه به هره دروازه وټکوي.
ضیاالحق امرخیل وړاندی تر دې په پارلماني چاروکې د دولت د وزیر په توګه دنده تر سره کوله.سره له دی چې ویل کیږي نوموړی له ولس سره د ګډ کار کولو پراخه تجربه لري خو یو شمیر شنونکی له ولس سره د حکومتی لوړپوړو چارواکو ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ ګڼي اوبشپړ عملي کیدل یې یو خوب بولي.