په ننګرهار کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92639-په_ننګرهار_کښې_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
ننګرهار کی دپنځه پاکستانی وګړو په ګډون تر شلو زیاتو طالبانو ته دمرګ ژوبلی د اوښتو خبر ورکول شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2020 11:11 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ننګرهار کی دپنځه پاکستانی وګړو په ګډون تر شلو زیاتو طالبانو ته دمرګ ژوبلی د اوښتو خبر ورکول شو

ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیانی وایی ددی ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو په متقابل برید کې چې د وسله والو طالبانو پر مورچلو تر سره شو دپنځه پاکستانی وګړو په ګډون شپاړلس تنه د طالبانو دسری قطعې وسله وال غړي وژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول  دننګرهار دوالي ویاند وویل په برید کې د طالبانو دوه موټری او زیاته اندازه وسلی او مهمات هم له منځه یوړل شو دوالي ویاند وویل له طالبانو سره په نښته کې یو سرتیری وژل شوی او دری تنه نور ژوبل شویدي. نوموړي ملکی وګړو ته د اوښتی ځانی او مالي زیان په اړه څه ونه ویل  طالبانو هم تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی له تیرو څووورځو راهیسی د ننکرهار ولایت د شیرزادو ولسوالي د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دنښتو اودواړولوریو ته دمرګ ژوبلی دا وښتو شاهده ده