د افغانستان طالبانو د مرکچي ډلې غړي معرفي کړل
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو مشر هیبت الله اخوند زاده په بین الافغاني خبرو کې د دغه ډلې د مرکچي ډلې غړي وټاکل او هغه یې معرفي کړل .
د افغانستان طالبانو په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د دغه ډلې مرکچي پلاوی یویشت (۲۱) غړي لري چې په سر کې یې قاضي القضات مولوي عبدالحکیم د مشر او شیر محمد عباس استانکزی هم د دغه ډلې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي .
ټاکل شوي وه چې دوه (۲) ورځې مخکې د افغانستان د حکومت یو(۱) پلاوی د بین الافغاني خبرواترو د پیلولو لپاره قطر ته ورشي خو د طالبانو ډلې د پلاوي د غړیو د نه چمتووالي په دلیل دغه سفر وځنډیده .
د افغانستان حکومت په ځلونو له طالبانو ډلې سره د بین الافغاني سولې د خبرواترو د پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او ټینګار یې کړی دی چې اساسي قانون د کابل د حکومت سره کرښه(Red Line)ک ده .