له افغانستانه ستانۀشوي زیاتره امریکائي پوځیان نفسیاتي ناروغان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92726-له_افغانستانه_ستانۀشوي_زیاتره_امریکائي_پوځیان_نفسیاتي_ناروغان_شوي
د پوځي کارپيژاندو په اند، له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې په مودې کې د امریکا څه دپاسه ۴۵زره پوځيانو خودکشۍ کړي دي او دغه احصائې په ۲۰۱۸کال کې هره ورځ ۲۴ تنو ته زیاتې شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 00:46 Asia/Kabul
  • له افغانستانه ستانۀشوي زیاتره امریکائي پوځیان نفسیاتي ناروغان شوي

د پوځي کارپيژاندو په اند، له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې په مودې کې د امریکا څه دپاسه ۴۵زره پوځيانو خودکشۍ کړي دي او دغه احصائې په ۲۰۱۸کال کې هره ورځ ۲۴ تنو ته زیاتې شوي دي .

 ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ  د  امریکا د روغتیائي  چارو د  ملی شورا په یوې اعلامیې کې  راغلي دي ، د  امریکا هغه اوه لکه دیرش زره پوځي پرسنل، چې  عراق او افغانستان ته لیږدولي شوي ،  له نفسیاتي ګډوډیو سره لاس اوګریوان شوي او له دوي ډیری پرسنلز ډير زیات سټریس اونفسیاتی ترینګلتیاوې تجروبه کوي . 

 ددغې اعلامیې په اساس ،   په متوسط ډول  هره ورځ د خودکشۍ له امله  ۲۲ امریکا ئي پوځيان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

 له دغه راپور وړاندې هم  نیویارک ټایمز  خپرونې  په یوه راپور کې ، په امریکائي پوځیانو کې د خودکشۍ د اندازې د زیاتیدا خبر ورکړل شوی ؤ .

 د پوځي کارپيژاندو په اند، له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې په مودې کې  د امریکا  څه دپاسه ۴۵زره  پوځيانو خودکشۍ کړي دي او دغه احصائې  په ۲۰۱۸کال کې   هره ورځ ۲۴ تنو ته زیاتې شوي دي .

Image Caption
Image Caption