لغمان ولایت کی پنځه ویشت وسله وال طالبان ووژل شول
Sep 08, 2020 01:36 Asia/Kabul
د لغمان د والي ویاند وویل: د وژل شویو طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي
د افغانستان له ختیځه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لغمان د والی ویاند اسد الله دولتزی وایی پرون ناوخته د کره کشفی معلوماتو او غږملتیا وروسته د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د توراغه ډاګ سیمه کی د طالبانو پر یو پټنځي په هوایی برید کښې د دغې ډلې د سرې قطعی قوماندان جمعه خان په ګډون پنځه ویشت وسله وال طالبان ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند وویل: د وژل شویو طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي او د هغوي زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دولتزي په دغه هوایی برید کی ملکی وګړو ته د اوښتي احتمالي زیان په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم په دی اړه لا څه نه دي ویلې.
ټیګونه