لغمان ولایت کی پنځه ویشت وسله وال طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92764-لغمان_ولایت_کی_پنځه_ویشت_وسله_وال_طالبان_ووژل_شول
د لغمان د والي ویاند وویل: د وژل شویو طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • لغمان ولایت کی پنځه ویشت وسله وال طالبان ووژل شول

د لغمان د والي ویاند وویل: د وژل شویو طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي

د افغانستان له ختیځه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لغمان د والی ویاند اسد الله دولتزی وایی پرون ناوخته د کره کشفی معلوماتو او غږملتیا وروسته د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د توراغه ډاګ سیمه کی د طالبانو پر یو پټنځي په هوایی برید کښې د دغې ډلې د سرې قطعی قوماندان جمعه خان په ګډون پنځه ویشت وسله وال طالبان ووژل شول.

د لغمان د والي ویاند وویل: د وژل شویو طالبانو مړي په سیمه کې پراته دي او د هغوي زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دولتزي په دغه هوایی برید کی ملکی وګړو ته د اوښتي احتمالي زیان په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم په دی اړه لا څه نه دي ویلې.