د خبرو د پيل لپاره د طالبانو شرط
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92771-د_خبرو_د_پيل_لپاره_د_طالبانو_شرط
طالبان وایي، د بین الافغاني سولې خبرې به له ټولو بندیانو له ازادۍ وروستو پيل کړو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 08, 2020 11:02 Asia/Kabul
  • د خبرو د پيل لپاره د طالبانو شرط

طالبان وایي، د بین الافغاني سولې خبرې به له ټولو بندیانو له ازادۍ وروستو پيل کړو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوي وویل: تراوسه د دې ډلې د بندیانو د ازادۍ بهیر بشپړ شوی نه دی او د دې ډلې د ځینو بندیانو ازادي هم نهایي شوې نه ده.
د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې روانې دي، او د طالبانو د خبرو اترو ډله خبرو ته چمتو ده، خو باید لومړی دا بندیان خوشې شي.
د راپورونو له مخې د طالب جنګي بندیانو ټول بندیان خوشې شوي، خو اوه بندیان چې د اسټرالیا او فرانسوي سرتیرو په وژلو تورن دي تر اوسه نه دي خوشې شوي.
د طالبانو د خبرو اترو د ډلې مرستیال شیر محمد عباس استانکزی د دغه ډلې د یو شمیر بندیانو د خوشې کیدو په اړه د اسټرلیا او فرانسې د مخالفت په غبرګون کې وویل: "دا هیوادونه حق نه لري د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي."
ټاکل شوې چې د افغانستان حکومت د سه شنبې په ورځ دا اوه طالب بندیانو قطري حکومت ته وسپاري او فرانسوي او اسټرالیايي چارواکي د دوي له خوشې کیدو سره مخالف دي.