طالبانو په پنجشیر کندهار اوکونړکې په امنیتی ځواک بریدونه کړي دي
وسلوالو طالبانو دپنجشیر ولایت مسئولان وائي،وسلوالو طالبانو ددغه ولایت په افشار ولسوالۍ برید کړی ، چې پر احتمالي مرګ ژوبلو سربیره ئې د سیمې په لسګونو کسان هم برمته کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړی ، د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،وسلوالو طالبانو په میوند ولسوالۍ هم حمله کړې ، چې په سختې نښتې کې نهه وسلوال طالبان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي ،دغه راز په غزني ولایت کې دطالبانو په حملې کې دوه پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي .
له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان دکونړ ولایت دامنییې قوماندانۍویاند محمد فرید دهقان وایی بیګامخالفو وسله والو ددغه ولایت د چپی درې په ولسوالۍ کې دامنیتی ځواک پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې دنوموړي پر وینا د امنیتی ځواکونو له خوا په شاه تمبول شوي دي . دکونړ دامنیه قوماندانۍ ویاند ویلي په دې بریدونوکې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شویدي . فرید دهقان وویل وسله والو مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتی خو دوي ئې کره معلومات په لاس کې نه لري. وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.
همداراز په یوه بل خبرکې وئيل شوي دي چې وسلوالو طالبانو دپنجشیر ولایت مسئولان وائي،وسلوالو طالبانو ددغه ولایت په افشار ولسوالۍ برید کړی ، چې پر احتمالي مرګ ژوبلو سربیره ئې د سیمې په لسګونو کسان هم برمته کړي دي .