بین الافغاني خبرې دې زر پیل شي،خوطالبان بل څه وائي
د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې په همداوروستیو کې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د جنګ او جګړو دختمولو په خاطر د خبرو اترو دپيلیدا لپاره سره یوې موافقې ته رسیدلي دی ، خو تر دې دمه ئې ددغو خبرواترو لپاره کوم مشخص وخت نه دی ټاکلی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان دملی امنیت شورا دطالبانوډلې او ددغه هیواد دحکومت ترمینځ دخبرواترو په پيلیدا کې د چټکتیا غوښتنه کړې ده .
د افغانستان د سولې په چارو کې د حکومت د وزارت ویندوئې میرمن ناجیه انوري نن یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د طالب بندیانو یوازې شپږو کسانو پرته ، ددغې ډلې ټول پنځه زره بندیان خوشي شوي دي ، او طالبان اوس باید دبین الافغاني خبرو اترو په پیلولو کې بیړه و کړي .
په عین حال کې میرمن انوري وئيلي دي ، دغه شپږ طالب بندیان به هم ډير زر قطر ته منتقل شي .
داپه داسسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردک دوه ورځې مخکې په ټولنیز پیغام کې لیکلي وو ،تر دې د مه ددغې ډلې دبندیانو دخوشی کیدا بهیر بشپړ شوی نه دی او تر څو چې د طالبانو درست بندیان خوشي نشي ، نو بین الافغاني خبرې اترې به پیل نشي.