بین الافغاني خبرې دې زر پیل شي،خوطالبان بل څه وائي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92817-بین_الافغاني_خبرې_دې_زر_پیل_شي_خوطالبان_بل_څه_وائي
د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې په همداوروستیو کې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د جنګ او جګړو دختمولو په خاطر د خبرو اترو دپيلیدا لپاره سره یوې موافقې ته رسیدلي دی ، خو تر دې دمه ئې ددغو خبرواترو لپاره کوم مشخص وخت نه دی ټاکلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 12:09 Asia/Kabul
  • بین الافغاني خبرې دې زر پیل شي،خوطالبان بل څه وائي

د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې په همداوروستیو کې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د جنګ او جګړو دختمولو په خاطر د خبرو اترو دپيلیدا لپاره سره یوې موافقې ته رسیدلي دی ، خو تر دې دمه ئې ددغو خبرواترو لپاره کوم مشخص وخت نه دی ټاکلی .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ  د افغانستان  دملی امنیت شورا دطالبانوډلې او ددغه هیواد  دحکومت ترمینځ دخبرواترو په پيلیدا کې د چټکتیا غوښتنه کړې ده .

 د افغانستان د سولې  په چارو کې د حکومت  د وزارت ویندوئې  میرمن ناجیه انوري  نن یوې  اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د طالب بندیانو یوازې شپږو کسانو پرته ، ددغې ډلې ټول پنځه زره  بندیان خوشي شوي دي ، او طالبان اوس  باید  دبین الافغاني خبرو اترو په پیلولو کې بیړه و کړي .

 په عین حال کې میرمن  انوري  وئيلي دي ، دغه شپږ طالب بندیان به هم ډير زر قطر ته منتقل شي .

 داپه داسسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو  د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردک   دوه ورځې مخکې په ټولنیز پیغام کې لیکلي وو ،تر دې د مه ددغې ډلې  دبندیانو  دخوشی کیدا بهیر بشپړ شوی نه دی او تر څو چې  د طالبانو درست بندیان خوشي نشي ، نو بین الافغاني خبرې اترې به پیل نشي.