بین الافغاني خبرې اترې سبا په قطر کښې پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92847-بین_الافغاني_خبرې_اترې_سبا_په_قطر_کښې_پیلیږي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو منلې ده چې د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2020 02:11 Asia/Kabul
  • بین الافغاني خبرې اترې سبا په قطر کښې پیلیږي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو منلې ده چې د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی.

د کابل  حکومت وايي، مرکچي پلاوی یې نن دوحې ته روانېږي او طالبانو تایید کړې چې شپږ(1) تنه بندیان یې قطر ته رسېدلي او سبا شنبي ورځ  به بین الافغاني خبرې پیلېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د قطر په دوحه کې به له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن  'جمعه۱۱ سپتمبر دوحې ته روان شي.

ښاغلي صدیقي د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي:

'' د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې تر منځ د سولې خبرو په پرانیستغونډه کې به د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي او د سولې چارو لپاره د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي. ''

له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی بشپړ شوی دی او د شنبې پر ورځ (۱۲ سپتمبر) به د دې خبرو پرانیستغونډه پیل شي.

ډاکتر محمد ویلي، دوی هوډ لري چې مذاکرات ښه پر مخ لاړ شي او سوله رامنځته شي.

هغه وویل طالبان  د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پر مخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هېواد د سترو  ګټو  په چوکاټ کې د سر تا سري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځته کېدو هوډ لري. ''

ښاغلي نعیم وروسته په یوه ځانګړي ټویټ کې قطر ته د شپږ تنه طالب زندانیانو رسېدل هم تایید کړل.

د طالبانو دوو جلا سرچینو  منلي چي افغان حکومت د دوی دوه زندانیان،‌ ضیا احمد او عبدالنبي، چي د یوې فرانسوۍ مېرمنې په وژنه تورن او په اعدام محکوم وو، پرون  سهار خوشي کړي دي.

پر دې کسانو تور و چي ۲۰۰۳ کال کې یې په غزني کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یوه کارکوونکې بیټینا ګویسلارډ په داسي مهال چي د همدې ادارې په موټر کې ناسته وه، په ډزو ووژله.

ضیا احمد او عبدالنبي په ۲۰۰۴ کال کې په اعدام محکوم شول، خو له ۱۷ کالو وروسته  پرون د افغان حکومت لخوا وسلوالو طالبانو ته وسپارل شول.